په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما د جګړې له ښکېلو خواو غوښتي چې دوحه کې تر بینالافغاني خبرو مخکې جګړه سړه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یوناما پرون پنشنبې د چنګاښ ۱۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د جګړې له کموالي سره به ملکیان خوندي او د سولې خبرو ته به چې د دوی په وینا همدې میاشت کې پيلېږي، ښه فضا برابره شي.
خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې دیبرا لاینز په حواله ویل شوي، دغه هېواد کې سولې ته زړورې پرېکړې او لوی کارونه شوي.
نوموړې زیاته کړې، د دې لپاره چې سولې ته عملي ګامونه اوچت شي د جګړې دواړه خواوې باید ژر تر ژره تاوتریخوالی کم کړي.
د یوناما مشره وايي، یو شمیر شر غوښتونکي شته او نه غواړي افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي.
نوموړې وایي مهمه نه ده چې دوی د سولې بهیر د خنثی کولو لپاره کوم تاکتیک کاروي، خو دوی ته باید اجازه ورنکړل شي، چې بریالي شي.
هغې ټينګار کړي، چې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ډلو تر منځ په روانه میاشت کې د بین الافغاني خبرو اترو د پیل په لړ کې دې ښکېلې خواوې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې دوه برابره کړي او د دوحې د راتلونکو خبرو اترو لپاره د مناسب چاپیریال د رامنځ ته کولو او د انسانانو د ژوند ژغورنې په هدف دې جګړه کمه کړي.
یوناما ویلي، افغانستان کې د تاوتریخوالي وروستیو پېښو په ځانګړې توګه د مدني فعالانو وژنو اندېښمن کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل