۰
کرونا په افغانستان کې:

له پرون راهیسې ۱۵۲۰ تنه ترې ښه شوي او ۲۸ مړه شوي دي

چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۴
د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس له امله له پرون راهیسې ۱۵۲۰ تنه ښه شوي او ۲۸ نور مړه شوي دي.
له پرون راهیسې ۱۵۲۰ تنه ترې ښه شوي او ۲۸ مړه شوي دي
د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کرونا ویروس له امله له پرون راهیسې ۱۵۲۰ تنه ښه شوي او ۲۸ نور مړه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د وزارت چارواکو نن چهارشنبې د چنګاښ ۱۱ مه په خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، د دوه تېرو اونیو په پرتله د کرونا پېښې کمې شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو پر اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا  ۶۸۷ شکمنې پېښې څېړل شوې، چې ۳۱۹ ترې مثبتې وې.

د وزارت په وینا د دغه ۳۱۹ پېښې په ثبت سره په ټول هېواد کې په کرونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۱۸۳۶ تنوته ورسېده.

وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ۱۵۲۰تنه ښه شوي او ۲۸ تنه مړه شوي، چې ورسره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۱۵۶۵۱ تنو او د مړو شویو کسانو شمېر ۷۷۴ تنو ته ورسېده.

د یادونې ده، چې تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې په  کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۰ میلیونه،  ۶۷۲ زره او ۷۶ تنو ته رسېدلی،  چې ۵ میلیونه، ۸۱۳ زره او ۳۲۲ تنه ترې ښه شوي او ۵۱۴ زره او ۳۲۲ تنه ترې مړه شوي دي.

په کرونا د اخته کسانو په شمېر او د مړو په شمېر کې امریکا د ټولنې نړۍ په سر کې ده او د دغه هېواد د کرونا سره د مبارزې چارواکو خبرداری ورکړي، چې داسې ورځ به راشي، چې په امریکا کې د ورځې تر یو لک زیات کسان په کرونا اخته شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي