۰

ولسمشرغني، عبدالله او خلیلزاد د بین الاافغاني خبرو پر پیل بحث کړی دی

چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۸
ولسمشر غني او د مصالحې د عالي شورا رییس د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد سره د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.
ولسمشرغني، عبدالله او خلیلزاد د بین الاافغاني خبرو پر پیل بحث کړی دی
ولسمشر غني او د مصالحې د عالي شورا رییس د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد سره د سولې  په اړه خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه خبرو کې، چې د ویډیويي کنفرانس له لارې شوې، د بین الاافغاني خبرو پر پیل ټینګار شوی دی.

سپېدار ماڼۍ هم تایید کړې، چې د امریکا له ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد سره د افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو د پېل په اړه د یوه ویډیوکنفرانس له لارې خبرې شوي.

سرچینه وايي، په دې کنفرانس ک ې د تاوتریخوالي پر کمښت، د بندیانو پر تبادلې او د بین الافغاني خبرو پر پېل باندې خبرې وشوې او ټولو لوریو د افغانانو په مشرۍ د سولبې د پروسې پر پرمخ بېولو ټینګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي، امریکا په دې ټینګار کوي چې په افغانستان کې سوله په سیمه کې د سولې او امن په مانا ده او امریکا چمتو ده چې په دې برخه کې هر ډول همکاري وکړي.

خلیلزاد پر داسې مهال له افغان ولسمشر او ډاکتر عبدالله سره پر سوله خبرې کوي، چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم قطر کې له طالب مشرانو سره د سولې په اړه خبرې کړې دي.

د یادونې ده، چې خلیلزاد به تر کابل ووسته تاشکند او اسلام آباد ته هم سفرونه ولري او د دغه هېوادونو له چارواکو سره به پر سوله خبرې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي