۰

اروپايي ټولنې افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې

چهارشنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۳۹
اروپايي ټولنې په افغانستان کې سمدستي د اوربند د ټینګېدو او تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.
اروپايي ټولنې افغانستان کې د سمدستي اوربند غوښتنه کړې
اروپايي ټولنې په افغانستان کې سمدستي د اوربند د ټینګېدو او تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ټولنې په یوه خبرپاڼه کې هر اړخیز اوربند یې د بین‌ الافغاني خبرو د پیل لپاره مهم ګام بللی دی.

په افغانستان کې د دې ټولنې د استازي دفتر د اختر تر اوربند وروسته زیاتېدونکي تاوتریخوالي په اړه ویلي چې د مې له ۲۹مې راهیسې وضعیت خراب شوی او د تاوتریخوالي کچه د منلو وړ نه ‌ده.

د اروپايي ټولنې په دې بیان کې زیاته شوې، پر افغان ځواکونو د طالبانو د بریدونو دوام راتلونکې بین‌الافغاني خبرې له ستونزو سره مخ کوي.

بل ‌خوا د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم ټینګار کړی چې طالبان باید له تاویخوالي لاس واخلي او د افغانستان له حکومت سره دې مستقیمې خبرې پیل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي