۰
د امریکا ددفاع وزارت:

افغانستان او نړۍ کې مو د سرتېرو ساتنه لومړیتوب دی

سی شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۲۹
د امریکا دفاع وزارت وایي، په نړۍ او افغانستان کې یې د سرتېرو ساتنه لومړیتوب دی.
افغانستان او نړۍ کې مو د سرتېرو ساتنه لومړیتوب دی
د امریکا دفاع وزارت وایي، په نړۍ او افغانستان کې یې د سرتېرو ساتنه لومړیتوب دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، یو شمېر رسنیو راپور ورکړی چې ګواکي روسیې په افغانستان کې د امریکایي او امریکا د ملاتړو سرتېرو د وژلو پر سر طالبانو ته انعام ورکاوه.

خو په وینا یې په دې اړه یې تر دې دمه کره او باوري اسناد نه دي پیدا کړي او پر موضوع به څېړنه کېږي.

د امریکا ددفاع وزارت ویلي، د سرتېرو محافظت او ساتنه یې لومړیتوب دی او دوی هر څه ته متوجه دي نو دغه ډول راپورونه کره او سم نه دي.

سرچینې زیاته کړې، دوی د خپلو سرتېرو اړوند له ټولو مسایلو خبر دي.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی چې روسي استخباراتو په افغانستان کې طالبانو ته د امریکایي سرتېرو د وژلو پر سر انعام ورکاوه، خو روسیې، طالبانو او ان امریکا وایي چې دغه راپور ناسم دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي دا راپورونه ناسم دي او نیویارک ټایمز باید هغه منبع افشا کړي، چې دغه ډول معلومات یې ورکړي.

خو د امریکا د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي ویلي، له دې موضوع سره د ټرمپ سطحي برخورد ښايي، چې څه شته دي.

هغه له امریکايي استخباراتي ادارو غوښتي، چې په دې اړه د استازو جرګې ته معلومات ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي