۰

د اروزګان د دهراوود امنیه قوماندان وژل شوی دی

سی شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۷
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان شاه محمد شاه په یوه غلکچي برید کې وژل شوی دی.
د اروزګان د دهراوود امنیه قوماندان وژل شوی دی
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې د اروزګان ولایت د دهراوود ولسوالۍ امنیه قوماندان شاه محمد شاه په یوه غلکچي برید کې وژل شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون دوشنبې د چنګاښ ۹ مه ماښام مهال په اروزګان ولایت کې د کندهار اډې ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

د اروزګان د والي ویاند زړګی عبادي وايي، د دهراوود امنیه قوماندان شاه محمد شاه باندې په یاده سیمه کې طالبانو غلکچي برید کړی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه غلکچي برید کې امنیه قوماندان وژل ش وی او دوه نور ملګري یې ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ امنيه قوماندان شاه محمد شاه نن ماښام په دغه ولايت کې د کندهار اډې ته څېرمه په يوه چريکي بريد کې ووژل شو.

د یادونې ده، چې دا په شاه محمد شاه ۳۶ بريد و چې ترسره کېږي او هغه په يوه حمله کې په دواړو سترګو ړوند شوی هم و.

جمهورخبري آژانس:اروزګان
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي