د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، سږ کال تر اوسه پورې کابو ۳۸۰ زره افغان کډوال له کاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه وزارت له معلوماتو له مخې له راستنو شویو کډوالو ۵۵ زره له پاکستان او پاتې نور ټول له ایران او ځینې نورو هېوادونو راغلي دي.
د دغه وزارات ویاند عبدالباسط انصاري وايي، دغه کډوال په خپله خوښه راسنتانه شوي، چې د راتلو پر مهال ورسره روغتیايي او د سفر د اسناتیا مرستې شوې دي.
د کډوالو چارو وزارت ویاند زیاتوي، چې لا هم شاوخوا ۲.۴ میلیونه افغانان په پاکستان او ۲.۵ میلیونه په ایران کې ژوند کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل