سیمه ییز پوځي چارواکي د هېواد په شمال کې د وسله والو طالبانو پر هغه لویه غونډه د برید خبر ورکوي، چې په کې د دغه ډلې د دفاع وزارت مرستیال ملا مزمل هم شامل وو.
د جمهور آژانس د خبر له مخې په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو پر خپله رسمي فسبوک پاڼه لیکي، برید د سرپل ولایت د سوزمه قلعه ولسوالۍ د کټه کلا په کلي کې د طالبانو پر لویه غونډه شوی.
د دوی په وینا په دغه غونډه کې د نورو طالب قوماندانانو سربېره د یادې ډلې تش په نوم مرستیال دفاع وزیر ملا مزمل هم شتون درلود.
په همدې مهال د سوزمه قلعه ولسوال صبغت الله پهلوان وايي، د برید لاندې راغلي کلي د طالبانو په ولکه کې و او دغلته د طالبانو د شمالي سیمو د مشرانو لوی مارش او غونډه روانه وه.
د ولسوال په وینا له برید وروسته دې سیمې ته د تللې لارې د خلکو او موټرو په مخ تړل شوې او طالبان سیمې ته په ورتلونکو موټرو برید کړی دی.
دی وايي، په سیمه کې د مخابراتو شبکه هم قطع شوې او د طالبانو د تلفاتو شمیر معلوم نه دی.
د سرپل د والي ویاند ، ذبیح الله اماني هم وايي، د طالبانو لویه غونډه تیره شپه د کټه کلا په کلي کې جوړه او په نښه شوې او طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل