د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم سره د پکتیا ولایت پخوانی والي شمیم خان کټوازی د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس وټاکل شو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی کټوازی نن یکشنبې د چنګاښ ۸ مه دغه دندې ته په رسمي ډول معرفي شو، چې د معرفۍ په مراسمو کې یې ولسمشر غني هم حضور درلود.
ولسمشر غني په دغه مراسمو کې ویلي، چې د حکومت ټول تمرکز له دې وروسته پر دې دی چې ولسوالۍ پر خپلو پښو ودروي.
د یادونې ده، چې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشرۍ تر اوسه د عبدالمتین بیک تر غاړې وه، خو هغه اوس د طالبانو سره د سولې د مذاکراتي ټیم غړی ټاکل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل