کابل کې د امریکا سفارت شارژدافیر راس ویلسن وايي، په افغانستان کې فساد لا هم د پرمختګ په لاره کې خنډ دی او افغانستان اړتیا لري چې په دې اړه زیات څه تر سره کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویلسن دغه څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال شفافیت د راپور تر خپرېدو وروسته کړې دي.
نوموړي په یوه ټویټ کې زیاته کړې ده چې شفافیت د حکومتولۍ لپاره یو بنسټیز اصل دی ځکه شفافیت له فساد څخه مخنیوی کوي.
د هغه په وینا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۰ کال د نړیوال شفافیت راپور هغه ټکي را په ګوته کوي چې کوم هیوادونو په دې برخه کې لږ څه تر سره کړي دي.
دی وايي، افغانستان هم د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې په دې برخه کې زیات څه تر سره کولو ته اړتیا لري، ځکه له همدې امله فساد لا هم د هغه مانع په ډول شته دی چې د هېواد د ځواکمنتیا په لاره کې خنډ دی.
ویلسن پر افغان حکومت، خصوصي بنسټونو، رسنیو، غیر دولتي بنسټونو او مدني ټولنو غږ کړی دی تر څو په حکومت کې د فساد ځایونه وپېژني، مبارزه ور سره وکړي او د ښیرازۍ لپاره موقع را منځته کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل