افغان ولسشمرۍ ماڼۍ وايي، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل به د افغان ځواکونو په روزنه او سلا مشورو پر بهیر هېڅ ډول اغېز ونه لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې پرون امریکايي رسنیو راپور ورکړ، چې امریکا له افغانستان نه ۴ زره نور سرتېري هم باسي او شمېر به یې ۴۶۰۰ ته راټيټ کړي.
خو د ولسشمرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، همدا اوس هم عملیات د افغان ځواکونو په غاړه دي او بهرني ځواکونه یوازژې سلا مشورې ورکوي.
نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان او د امریکا متحده ایالات دوه اړخیزه اوږدمهاله اړیکې لري چې په وینا یې د سرتیرو په شمېر پورې نه دي تړلي.
دا په داسې حال کې ده چې دوو امریکايي چارواکو سي این این خبري شبکې ته ویلي چې د دغه هېواد چارواکي له افغانستان څخه د څلور زرو امریکايي عسکر د وتلو په اړه وروستۍ پرېکړې ته نژدې شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل