سیمه ییز چارواکي وايي، خوست ولایت کې په یوه کور د توغندی لګېدلی، چې له امله یې یادې کورنۍ ۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه جمعه ماښام ډېورنډ کرښې ته څېرمه د خوست دوه مندې ولسوالۍ د شمل په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د خوست د والي ویاند طلب منګل وايي، توغندي د طالبانو له لوري توغول شوی و، چې په یوه کور د لګېدو له امله یې څلور هلکان او یوه نجلۍ وژل شوي او دوه نجونې ټپیانې شوې دي.
دی زیاتوي، چې ټپیان روغتون ته وړل شوې او د پېښې ټول قرباني شوي ماشومان د یوه کور غړي او عمرونه یې هم له اتو تر پنځلسو کلونو پورې رسېږي.
تر اوسه د دغه پېښې په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:خوست