۰
تازه سروې:

۷۲ سلنه افغانان جمهوریت او ۱۹ سلنه امارت غواړي

جمعه ۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۲
د سولې د توافق په اړه د واما تحقیقاتي بنسټ موندنې ښيي چې د هېواد کابو ۷۲ سلنه وګړي جمهوریت خو ۱۹ سلنه نور یې امارت غواړي.
۷۲ سلنه افغانان جمهوریت او ۱۹ سلنه امارت غواړي
د سولې د توافق په اړه د واما تحقیقاتي بنسټ موندنې ښيي چې د هېواد کابو ۷۲ سلنه وګړي جمهوریت خو ۱۹ سلنه نور یې امارت غواړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه بنسټ نن جمعه د چنګاښ ۶ مه په یوه راپور کې ویلي، دا موندنې یې  د یوې سروې په واسطه تر لاسه کړې  دي.

سروې په کابل، کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار او خوست ولایتونو کې په حضوري ډول او دغه راز په ټول افغانستان کې په انلاین ډول تر سره کړې ده.

راپور کې ۷۱ اعشاریه ۶ سلنه خلکو د جمهوري نظام د دوام، ۱۹ سلنه پوښتل شویو د امارات، دوه نیم سلنه خلکو سلطنت او ۶ اعشاریه نهه سلنه وګړو یو بل ډول نظام غوښتی دی.

دغه راز ۶۳ اعشاریه ۶ سلنه خلکو د سولې د هوکړې د عملي کولو لپاره د اوسنۍ ادارې د پاتې کېدو غوښتنه کړې خو ۱۷ اعشاریه ۹ سلنه خلکو ویلي چې د دې کار لپاره دې انتقالي یا هم مؤقته اداره رامنځته شي.

په سروې کې ۶۶،۹٪ پوښتل شویو کسانو د مطبوعاتو داسې ازادي غوښتې ده، چې په هغې کې دیني او ملي مسائلو ته احترام موجود وي، خو  ۲۶،۷٪ ځواب ویوونکو د مطبوعاتو او بیان مطلقه ازادي او ۵،۲٪ یې سانسور غوښتی دی.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د موافقې له بشپړې موافقې وروسته، د نظر پوښتنې ۴۴،۸٪ ځواب ویوونکو د رهبري شوي اقتصادي نظام لپاره رایه ورکړې ده.

۲۹،۶٪ د ازاد بازار سیستم او ۱۳،۵٪ مختلط اقتصادي نظام غوښتیی دی خو نورو ۹،۹٪ د سُنتي سیستم لپاره خپل نظر ورکړی دی.

دغه راز ۷۳،۳٪ ځواب ویونکو د اسلامي اصولو مطابق د ښځو او بشري حقونو د تأمین لپاره نظر ورکړی دی، ۱۳،۹٪ کسانو د افغانستان د اوسنیو قوانینو په اساس، ۶،۵٪ د کلتور او رواجونو له مخې او ۶،۲٪ نورو د نړیوالو اصولو مطابق، د ښځو او بشري حقونو تأمین ته رایه ورکړې ده.

له امریکا او نورو هېوادونو سره د تړونونو په اړه ۶۵،۸٪ ځواب ویونکو له سره د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.

دغه راز ۱۷،۷٪ کسانو د پخوانیو تړونونو پر ځای پاتې کېدو او ۱۴،۹٪ وګړو د ټولو تړونونو د لغوه کېدو لپاره رایه ورکړې ده.

د نظر پوښتنې وروستۍ برخه د طالب جنګیالیو په اړه ده چې د ځواب ویونکو له ډلې ۵۲،۹٪ کسانو په دې تړاو ویلي، د سولې موافقې له بشپړ تطبیق وروسته دې طالب ځواکونه په افغان ملي ځواکونو کې مدغم شي.

خو ۲۸،۸٪ یې د منحل کېدو غوښتونکي شوي او ۱۴،۴٪ یې د یوه ځواک په حیث د پاتې کېدو لپاره رایه ورکړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي