۰

د سولې د مرکچي پلاویو ځنیې غړي په کرونا اخته شوي دي

شنبی ۳۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۰
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی وايي، د بین الاافغاني خبرو د مرکچي پلاویو ځینې غړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د سولې د مرکچي پلاویو ځنیې غړي په کرونا اخته شوي دي
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی وايي، د بین الاافغاني خبرو د مرکچي پلاویو ځینې غړي په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سټیفانو پونتي کورفو ویلي، کرونا ناروغۍ  د سولې بین الاافغاني خبرې هم اغېزمنې کړې او دا ستونزه د دواړو لوریو په مرکچي پلاوی کې شته ده.

نوموړي ویلي هم د حکومت او هم د طالبانو په مرکچي پلاوي کې ځینې کسان په کرونا ویروس اخته شوي خو په وینا یې دا ستونزه به د مرکچي پلاوی په جوړښت کې کوم ژور بدلون رامنځ ته نه کړي.

هغه زیاته کړې«ما شخصاً د جمهوري دولت په اړخ کې تماس نیولی چې په کوویډـ۱۹ ناروغۍ اخته شوي، که څه هم دې ناروغۍ د مرکچي ډلو جوړښت اغېزمن کړی، خو دغه مرکچي ډلې به د کوویډـ۱۹ له کبله بدلې نه شي، مثلاً زه پوهېږم، چې جمهوريت د مرکچي ډلې ځینې غړي چې په دې ناروغۍ اخته دي، قرنطین کوي، کله چې یې ټیسټ منفي شو، له دوحې سره تماس ټینګوي.»

د سولې په چارو کې د دولت وزارت هم تایید کړې، چې د کرونا ناروغۍ له امله د سولې بین الاافغاني خبرې ټکنۍ شوې دي، خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې  حال کې  ده، چې  د ناټو  سرمنشي ویلي، افغانان تر بل هر وخت د سولې په  تړاو بین الاافغاني خبرو ته نېږدې شوې دي.

د یادونې ده، چې د طالبانو په  مشرتابه کې د کرونا  ویروس راپورونه څه موده وړاندې د فارن پالیسي له خوا خپاره شوي و، چې طالبانو رد کړي وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي