۰
ملګري ملتونه:

د کرونا له امله افغانستان له سخت حالت سره مخ دی

شنبی ۳۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۳
د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرامونو ادارې په یوه نوې څېړنه کې ویلي، د کرونا وبا په افغانستان کې اقتصادي ودې، د سولې پر روانو هڅو او د روغتیا سکټور ته ګواښ پېښ کړی دی.
د کرونا له امله افغانستان له سخت حالت سره مخ دی
د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرامونو ادارې په یوه نوې څېړنه کې ویلي، د کرونا وبا په افغانستان کې اقتصادي ودې، د سولې پر روانو هڅو او د روغتیا سکټور ته ګواښ پېښ کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په راپور کې چې په نیستمنو هېوادونو کې د کرونا وبا د اوږد مهاله اغېز په اړه خپور شوی راغلي د کرونا وبا له کبله افغانستان له څو اړخونو له سخت حالت سره مخ دی.

راپور وايي، دا وبا نه یوازې دا چې د افغانستان د سولې پر بهیر سخت منفي اغېز کولای شي، د دې هېواد اقتصادي وده او د روغتیا سکټور یې هم تر جدي فشار لاندې کړی دی.

په راپور کې لیکل شوي چې افغانستان په ځانګړي ډول په نازک حالت کې دی ځکه مسلکي روغتیاپالان کم دي، اکثر خلک په سخته نیستي کې ژوند تېروي او د څلوېښتو کلونو جګړې یې اقتصاد او بنیادي تاسیسات وار د مخه لا ډېر کمزوري کړي دي.

د ملګرو ملتونو یاده اداره دغه اندېښه پر داسې مهال څرګندوني چې، په افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر ۲۸ زره اوښتی او کابو ۷۰۰ نور یې مړه کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي