۰

روانه اوونۍ له افغانستانه پاکستان ته صادرات پیلیږي

شنبی ۳۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۵
په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل وایي، روانه اوونۍ له افغانستانه پاکستان ته صادرات پیلیږي.
روانه اوونۍ له افغانستانه پاکستان ته صادرات پیلیږي
په اسلام اباد کې افغان سفیر عاطف مشعل وایي، روانه اوونۍ له افغانستانه پاکستان ته صادرات پیلیږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې، چې دغه صادرات به روانه اوونۍ د جنورۍ له ۲۲مې څخه د تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندرونو څخه پیل شي.

د مشعل په وینا، دغه پرېکړه د دواړو هېوادونو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ له ناستو او خبرو اترو وروسته شوې ده.

په ورته وخت د ننګرهار سیمه  ییز مسوولین وایي، د صنعت او سوداګرۍ، ګمرک، ترانسپورټ او سوداګرۍ خونې مسوولینو پر یو میکانیزم کار پیل کړی چې له مخې به یې ډېر ژر له دغه ولایت څخه کوزې پښتونخوا او پاکستان ته صادرات پیل شي.

د یادونې ده، چې په نړۍ کې د کرونا وبا له پیلېدو سره سم پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې وتړلې چې ورسره صادرات او واردات هم بند شول.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي