۰

ناټو: له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو او همکاریو ته ژمن یو

شنبی ۳۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۶
افغانستان کې د ناټو ملکي استازي وايي، دغه سازمان به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
ناټو: له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو او همکاریو ته ژمن یو
افغانستان کې د ناټو ملکي استازي وايي، دغه سازمان به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپلو مرستو او  همکاریو ته دوام ورکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې اسټیفانو پونټیکورو پرون د افغانستان له دفاع وزیر سره په لیدنه کې ویلي چې افغان ځواکونه اوس بشپړ مسلکي شوي او ناټو له دغو ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د ملي دفاع وزارت له لوري خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي خالد د ناټو له ملکي استازي اسټیفانو پونټیکورو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان د امنیتي وضعیت او د ناټو د مرستو په اړه خبرې وکړې.

سرچینه د ښاغلي خالد له قوله لیکي، چې اوس افغان امنیتي ځواکونه تر هر بل وخته په ښه موقعیت کې قرار لري، له ترهګرۍ سره د مبارزې او امنیت په برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

دغه راز د ناټو ملکي استازي د افغان امنیتي ځواکونو هڅې او لاسته راوړنې ستایلې ویلي یې دي، اوس دغه ځواکونه په بشپړه توګه مسلکي شوي.
د ناټو ملکي استازي زیاته کړه، چې ناټو له افغان ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او دوی په دې برخه کې ژمن دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي