۰

افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر کابو ۲۷ زره ته ورسېده

چهارشنبه ۲۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۳
د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې په دغه ناورغۍ د اخته کسانو شمېر کابو ۲۷ زره تنو ته ورسېده.
افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر کابو ۲۷ زره ته ورسېده
د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې په دغه ناورغۍ د اخته کسانو شمېر کابو ۲۷ زره تنو ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا تازه ۵۶۴ پېښې ثبت شوې، چې په دې سره په دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۶۸۷۴ تنو ته ورسېده.

دغه راز وزارت وايي، په همدې موده کې ۱۳ تنه د کرونا له امله مړه شوي هم دي او ۶۵۰ تنه نور بیا ترې رغېدلي، چې د مړو شمېر ۵۰۳ او د رغېدلو شمېر بیا ۶۱۵۸ ته رسېدلی دی.

د عامې روغتیا وزرارت وايي دغه کابو ۲۷ زره د کرونا ناروغان هغه دي، چې دولتي روغتونونو ته یې مراجعه کړي خو د اصلي ناروغانو شمېر تر دې زیاته دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي