د ناټو سازمان دفاع وزیران دوه ورځنۍ غونډه لري، چې په کې به د نورو مضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه هم خبرې او تازه پرېکړې په کې وشي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه نن چهارشنبې د غبرګولي ۲۸ مه پیلېدونکې ده، چې سبا پنشنبې به هم دوام ولري.
په دغه ناسته کې به د ناټو دفاع وزیران د ویډیويي کنفرانس له لارې د ناټو سازمان اړوندو مهمو مسایلو ترڅنګ به افغانستان کې د دغه سازمان د مأموریت په څرنګوالي هم خبرې وکړي.
که څه هم تر اوسه د غونډې د اجنډا په اړه کوم کره جزیات نشته، خو ځینې شنوونکي وايي، د امریکا او طالبانو د هوکړې وروسته د افغانستان د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم به ناټو هم په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ماموریت په اړه تازه پرېکړې وکړي.
معلومه نه ده، چې ناټو دفاع وزیران به په دغه غونډه کې د امریکا په شان د سرتېرو د کمولو یا ایستلو پرېکړه وکړي که نه خو وړاندې ناټو تر ۲۰۲۴ پورې ژمنه کړې وه، چې د افغان ځواکونو سلا مشورې، روزنې او هوايي ملاتړ ته به ادامه ورکړي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون د یادې غونډې د اجنډاو د بیان پر وخت وویل چې ناټو د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ ته دوام ورکوي.
هغه د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون او له مخې یې د بندیانو د خوشې کېدو پروسه، پرمختګونه وبلل، خو ټینګار یې وکړ چې د افغانستان وضعیت ستونزمن دی او باید له افغانانو سره همکاري وشي.
جمهورخبري آژانس:کابل