۰

افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شمېر کابو ۵۰۰ ته ورسېده

یکشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۴
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، هېواد کې د کرونا له امله د تازه مړو شویو کسانو په شمېر سره تر اوسه پورې کابو ۵۰۰ تنه له دغه ناروغۍ مړه شوي دي.
افغانستان کې د کرونا له امله د مړو شمېر کابو ۵۰۰ ته ورسېده
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي، هېواد کې د کرونا له امله د تازه مړو شویو کسانو په شمېر سره تر اوسه پورې کابو ۵۰۰ تنه له دغه ناروغۍ مړه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د غبرګولي ۲۵ مه په خپلو معلوماتو کې ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۲۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د وزارت په وینا د دغه ۲۰ کسانو په مړینې سره په هېواد کې د کرونا ویروس له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۷۱ تنو ته ورسېده.

بل خوا وزارت وايي، په تېره ورځ او شپه کې د کرونا ۱۲۱۱ شکمنې پېښې څېړل شوې، چې ۶۶۴ یې مثبت وې.

وزارت وايي، په مثبو پېښو کې تر ټولو ډېرې ۳۱۶ بیا هم په کابل کې دي، چې په دې سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۴ زره ۷۶۶ تنو ته ورسېده.

د وزارت مسوولین دا هم وايي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې  ۵۲۴ تنه له کرونا ښه شوي هم دي، چې په دې سره د ټولو روغو شویو کسانو شمېر ۴ زره ۷۲۵ تنو ته ورسېده.

وزارت وايي، د کرونا د زیاتېدو سره د تولو ټېسټونه د وزارت له توان څخه پورته ده نو ځکه له خصوصي سکتوره یې هم غوښتي،  چې  د کرونا د تشخیص او درملنې لپاره لاس په کار شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي