۰

په دریو ورځو کې افغانستان ته نړیوالې الوتنې پیل شي

یکشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۲۲
د افغانستان د هوايي چلن اداره وايي، په راتلونکو درېیو ورځو کې به هېواد ته نړیوالې الوتنې بېرته پیل شي.
په دریو ورځو کې افغانستان ته نړیوالې الوتنې پیل شي
د افغانستان د هوايي چلن اداره وايي، په راتلونکو درېیو ورځو کې به هېواد ته نړیوالې الوتنې بېرته پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هوايي چلن ادارې مشر قاسم وفایي زاده وایي، دغه الوتنې د یوه نوي نړیوال دستورالعمل او د کرونا وېروس مخنیوي په موخه ټولو روغتیایې لارښوونو ته په پام بیرته پیلیږي.

نوموړي زیاته کړې، چې د نوي پرېکړې له مخې به په افغانستان کورني هوايي شرکتونه هم بهر ته خپلې دوې اړخیزې الوتنې له سره پیل کړي.

هغه ویلي«تر راتلونکو درېیو ورځو پورې له افغانستان بهر او له بهره افغانستان ته د بهرنیو او کورنیو هوایي شرکتونو الوتنې پیل شي.»

وفايي زاده زیاتوي، چې د هند په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو د راتلونکې جولای پورې افغانستان ته خپلې الوتنې ځنډولي دي خو نورې الوتنې به پیل شي.

خو په وینا یې په کوردننه د کورنیو هوايي شرکتونو له لوري الوتنې د روغتیا وزارت له خوا د کورونا وېروس د وضعیت په ارزیابۍ پورې اړه لري، چې په څو ورځو کې به یې  کابینې ته وړاندې کړي.

د  هوايي چلند ادارې مشر وايي، کابینه چې د کورنیو پروازونو په اړه هره ډول پرېکړه وکړي، د افغانستان ملکي او هوايي چلند اداره به یې عملي کړي.

د یادونې ده، چې د کرونا وېروس له خپرېدو او قرنطین رامنځته کېدو سره سم په وروستیو درېیو میاشتو کې د هوايي چلند ادارې او دوو نورو افغان هوايي شرکتونو، اریانا افغان او کام ایر کابو ۴۵ میلیون ډالر مالي تاوان کړی دی.

د هوايي چلند اداره وايي، ۲۰ میلیونه ډالر کام ایر، تر لس میلیونه ډالرو ډېر اریانا افغان او شاوخوا ۱۵ میلیونه ډالر د افغانستان ملکي او هوايي چلند ادارې ته رسیدلی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي