۰

چخانسوري، ظهیر او رنګینه حمیدي رسمآ سرپرست وزیران معرفي شول

یکشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۰
د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د یوه لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې، اطلاعاتو کلتور او کانونو وزارتونو نوي نوماند او سرپرست وزیران معرفي شول.
چخانسوري، ظهیر او رنګینه حمیدي رسمآ سرپرست وزیران معرفي شول
د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د یوه لړ مراسمو په ترڅ کې د پوهنې، اطلاعاتو کلتور او کانونو وزارتونو نوي نوماند او سرپرست وزیران معرفي شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د خبر د یادو وزیرانو د معرفي مراسم پرون شنبې د غبرګولي ۲۴ مه په ارګ کې  وشول، چې په کې رنګینه حمیدي د پوهنې، هاروان چخانسوري د کانونو او طاهر ظهیر د اطلاعاتو او کلتور وزارتونو د سرپرستانو او نوماند وزیرانو په توګه په رسمي ډول په کې معرفي شول.

د یادونې ده، چې دغه درې وړاه څه موده مخکې د ولسمشر غني د جلا جلا فرمانونو په ترڅ کې د یادو وزارتو د سرپرست او نوماند وزیرانو په توګه ټاکل شوي وو.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې د مالیې، بهرنیو چارو، عامې  روغتیا، ښارجوړونې او ښځو چارو وزارتونو سرپرست او نوماند وزیران هم  معرفي شوي  دي.

ولسمشر غني د ولسي جرګې د اداري پلاوي سره په یوه کتنه کې ویلي و، چې  ډېر ژر به د نوې کابینې وزیران وټاکي او ولسي جرګې ته به بې د باور رایې تر لاسه کولو په موخه ولېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي