۰
ولسمشرغني:

راتلونکې اونۍ به د سولې د پروسې په اړه مهم ګامونه اعلان شي

جمعه ۲۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۹
ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په برخه کې یې د ښه پرمختګ له کبله خوښي څرګنده کړې وايي، راتلونکې اونۍ به د سولې د پروسې په اړه مهم ګامونه اعلان شي.‌
راتلونکې اونۍ به د سولې د پروسې په اړه مهم ګامونه اعلان شي
ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په برخه کې یې د ښه پرمختګ له کبله خوښي څرګنده کړې وايي، راتلونکې اونۍ به د سولې د پروسې په اړه مهم ګامونه اعلان شي.‌

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون پنشنبې د غبرګولي ۲۲ مه د اتلانتیک شورا سره په ویډیويي کنفرانس کې کړې دي.

نوموړي په  خپلو خبرو کې  د سولې په برخه کې د ښه پرمختګ څخه خوښي ښودلې او د بندیانو تبادلې یې ټینګار کړی دی.

ښاغلي غني ویلي، ډیر ژر به ۲۰۰۰ نور طالب بندیان له بند څخه خلاص شي، خو پر طالبانو یې د بندي شویو امنیتي او دفاعي سرتیرو د نه خوشې کېدو له کبله انتقاد کړی او خپله اندیښنه یې وښوده.

له دې سره سره ولسمشر و ویل، چې د سولې لپاره د امریکا او د افغانستان حکومت هڅې یو بل سره همغږې دي او راتلونکې اونۍ به د سولې د پروسې په اړه مهم ګامونه اعلان شي.‌

هغه د
« د ډاکټر نجیب الله د ژوند تر ټولو ستره غلطي هماغه وه چې اعلان وکړ چې استعفا به ورکوي، مونږ دغه فلم په خپل ژوند لیدلی، هیله کوو چې له موږ نه د دغه فلم بیا ځلي تکرارولو غوښتنه مه کوۍ چې موږ پوهیږو انجام یې څه دی.»
امریکا له خلکو څخه د مننې او د هغوي د قربانیو او مرستو څخه مننه وکړه او هیله یې وښوده چې امریکا او د نړۍ نور هیوادونه د نظامي سکتور سربیره په نورو سکتورونو کې هم خپلې مرستې وغځوي.

ولسمشر غني همداراز په افغانستان کې د امریکايي ّځواکونو قوماندان، جنرال کنت مکنزي خبرو ته په اشارې وویل چې له افغانستان څخه په بشپړ توګه د امریکایي سرتیرو ویستلو لپاره لا شرایط مساعد نه دي.

نوموړي د والسټریټ ژورنال خبریالې جېسېکا دوناتي د دغه پوښتنې په ځواب کې  که چیرته د سولې لپاره د طالبانو یو شرط ستاسو استعفا او د یوې موقتې ادارې رامنځته کېدل اوسي، تاسو به استعفا ورکړئ؟ و ویل:

« د ډاکټر نجیب الله د ژوند تر ټولو ستره غلطي هماغه وه چې اعلان وکړ چې استعفا به ورکوي، مونږ دغه فلم په خپل ژوند لیدلی، هیله کوو چې له موږ نه د دغه فلم بیا ځلي تکرارولو غوښتنه مه کوۍ چې موږ پوهیږو انجام یې څه دی.»

دغه راز ښاغلي  ولسمشر د کروناویروس ټولنیونې په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان نږدې ۸۰ تر ۹۰ سلنه خلک په دغه سخت وخت کې روغتیايي او خوراکي مرستو ته ضرورت لري.

ولسمشر غني له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره ټاکل شوي هیأت کې د ښځو په شتون تاکید وکړ او په خپلې راتلونکې کابینې کې یې د لا ډیرو میرمنو د ګمارلو په اړه خبر ورکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي