۰

افغان کرکټ لوبډلې یو میاشتنی روزنیز کمپ پیل کړ

یکشنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۴۸
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ملي لوبغاړو ته یې د راتلونکو سیالیو د چمتوالي په موخه یو میاشتنی روزنیز کمپ پیل کړ.
افغان کرکټ لوبډلې یو میاشتنی روزنیز کمپ پیل کړ
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ملي لوبغاړو ته یې د راتلونکو سیالیو د چمتوالي په موخه یو میاشتنی روزنیز کمپ پیل کړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بورډ نن یکشنبې د غبرګولي ۱۸ مه خپره کړې اعلامیه کې راغلي، دغه کمپ نن د کابل نړیوال کرکټ لوبغالي کې پیل شو.
 
کرکټ بورډ ویلي، د دې لپاره چې لوبغاړي په کرونا ویروس اخته نشي یو لړ لارښوونې هم په نظر کې نیسي.

خبرپاڼه کې زیاته شوې په دغه کمپ کې به د کرونا ویروس پر وړاندې د کرکټ نړیوالې شورا، د روغتیا نړیوال سازمان او د افغاننستان روغتیا وزارت لارښوونې او روغتیايي اصول مراعات شي.

کرکټ بورډ زیاتوي، چې د کرونا د مخنیوي لپاره لوبغاړو ته پوهاوی هم ورکړل شوی دی.

د کرونا ویروس د خورېدو او نړۍ کې د ورزشي لوبو ځنډېل د کرکټ لوبې هم ټکنۍ کړې.

افغانستان کې هم د کرکټ لوبې او کمپونه ودرول شول خو د لومړي ځل لپاره تېره اونۍ کرکټ بورډ اعلان وکړ چې اسټرالیا سره د روان کال په نوامبر میاشتې کې ټېسټ لوبه کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي