په افغانستان کې د چین سیفر وانګ یو وايي، هېواد به یې هېڅکله هم د طالبانو امارت په رسميت ونه پېژني.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي ویلي، هېواد یې په افغانستان کې د اسلامي جمهوري نظام او د سولې پروسې ملاتړ کوي، خو پېکنګ به هېڅکله هم د طالبانو امارت ونه مني.
دغه راز ښاغلي یو ټينګار وکړ، چې هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت د ټینګښت لپاره د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیتونو د لوړېدو ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې اوونۍ وړاندې اورپايي ټولنې هم په زغرده ویلي وو چې په هېڅ صورت کې به د طالبانو امارت په رسمیت ونه پېژني او نه به یې هم ومني.
خو طالبانو د اروپايي ټولنې دغه څرګندونې په افغانستان کې لاسوهنه وبلله او ویلي یې و، چې تپل شوي نظامونه تل په افغانستان کې د جګړې د دوام سبب شوي او افغانان دا ډول نظامونه او حکومتونه نه مني.
جمهورخبري آژانس:کابل