۰

پاکستان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه

یکشنبه ۱۸ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۴
پاکستان خپل یو دیپلومات محمد صادق خان د افغانستان لپاره د اسلام آباد د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دي.
پاکستان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی وټاکه
پاکستان خپل یو دیپلومات محمد صادق خان د افغانستان لپاره د اسلام آباد د ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوي ټاکل شوي ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرشي سره کتنه کې ویلي، چې د سیمې د پرمختګ په افغانستان کې  له سولې او  ثبات سره تړلی دی.

محمد صادق خان زیاته کړې، چې د افغانستان په سوله او پخلاینه کې د پاکستان رول نړیوالو ستایلی او دا یو ډله ییز مسوولیت ګڼل کېږي.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرشاه محمود قریشي ویلي، چې پاکستان به د سیمې د امنیت او ثبات لپاره خپل رول ادا کړي.

قریشي هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه د محمدصادق خان ګومارنه به د افغانستان او پاکستان د اړیکو له لا ښه کېدو سره مرسته وکړي.

محمدصادق خان د خیبرپښتونخوا د صوابۍ اوسېدونکی دی، له پېښور پوهنتون څخه یې په سیاسي علومو ، د کولمبو له پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکو  او د اسلام اباد له ملي دفاعي پوهنتون څځه یې په امنیتي مطالعاتو کې ماسترۍ اخیستي دي.

هغه په افغانستان کې د پاکستان د سفیر، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویندوی او د پاکستان د ملي امنیت شورا د غړي په توګه کار کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي