۰
کابلوف:

تمه ده د امریکا او طالبانو هوکړه افغان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي

شنبی ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۷
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، افغانستان کې سولې ته هیلې زیاتې دي او تمه ده، چې د امریکا او طالبانو هوکړه به د دغه هېواد کړکېچ ختم او ثبات ټینګ کړي.
تمه ده د امریکا او طالبانو هوکړه افغان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وايي، افغانستان کې سولې ته هیلې زیاتې دي او تمه ده، چې د امریکا او طالبانو هوکړه به د دغه هېواد کړکېچ ختم او ثبات ټینګ کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ضمیرکابلوف دغه څرګندونې د روسیې له سپوتنیک خبري آژانس سره مرکه کې کړې او ویلي یې دي، د طالبانو او امریکا تر منځ توافقنامه د افغان کړکېچ حل ته لاره هوارولای شي.

نوموړي ټينګار کړی، چې د افغانستان د راتلونکي لپاره نېکي هیلې شته او تمه ده د امریکا او طالبانو تر منځ لاسلیک شوې توافقنامه به د افغانستان کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.

کابلوف وايي، روسیې د طالبانو او امریکا تر منځ له شوې هوکړې هرکلی کړی او یاد دواړه لوري هم د توافقنامې د  پلي کېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پيل ملاتړي دي.

هغه ویلي«پرته له شکه، چې د افغانستان د راتلونکې په اړه غوره انګېزې شته، موږ د دوحې له توافقنامې ملاتړ کړی او باوري یوو چې دا توافقنامه به د افغانستان د وضعیت په حل کې مرسته وکړي،  موږ وینو چې متحده ایالات او طالبان دواړه د توافقنامې د ژر پلي کېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل ملاتړي دي.»

دی و ايي، د بین الافغاني مذکراتو پيل په دې پورې اړه لري، چې حکومت څومره ژر طالبان بندیان خلاصوي او خپل مذاکراتي ټیم ټاکي.

د روسیې  ځانګړی استازی زیاتوی، بین الافغاني مذاکرات هغه وخت بریا ته رسېږي، چې ښکېل لوري یو بل ته تمایل وښيي او توافق ته د رسېدو لپاره قوي تعهدات ولري.

کابلوف دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې  د افغان  سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د سیمې په سفر دوحې ته رسېدلی، چې له طالبانو سره په اورکم او بین الاافغاني خبرو پيل بحث وکړي.

خلیلزاد به له دوحې  وروسته اسلام آباد او کابل ته ولاړ شي او هلته به له پاکستاني او افغان چارواکو سره هم د سولې بین الاافغاني خبرو په اړه سلا مشورې وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي