۰

بدخشان: د طالبانو ولسوال او ۱۰ سیمه ییز پولیس وژل شوي

شنبی ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۹
د بدخشان د پولیسو ویاند تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۰ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
بدخشان: د طالبانو ولسوال او ۱۰ سیمه ییز پولیس وژل شوي
د بدخشان د پولیسو ویاند تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۰ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ثناالله روحاني وايي، دغه پېښه تېره شپه (د غبرګولي ۱۶ مه) د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ د درخان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې تېره شپه درخان سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو  تر منځ نښته شوې، چې په کې د طالبانو تش په نوم ولسوال له دوه ساتونکو سره وژل شوی دی.

خو په وینا یې کله چې د سیمه ییزه پولیسو قوماندان مزار له خپلو سرتېرو سره د امنیتي ځواکونو مرستې ته ودانګل درخان سیمې ته نېږدې پرې د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.

نوموړی وايي، په دغه چاودنه کې قوماندان مزار چې په خاش ولسوالۍ کې د سیمه ییزه پولیسو قوماندان و له ۹ پولیسو سره وژل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:بدخشان

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي