د بدخشان د پولیسو ویاند تاییدوي، چې په دغه ولایت کې د سړک د غاړې په ماین چاودنه کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۰ سیمه ییز پولیس وژل شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ثناالله روحاني وايي، دغه پېښه تېره شپه (د غبرګولي ۱۶ مه) د بدخشان ولایت د خاش ولسوالۍ د درخان سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې تېره شپه درخان سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته شوې، چې په کې د طالبانو تش په نوم ولسوال له دوه ساتونکو سره وژل شوی دی.
خو په وینا یې کله چې د سیمه ییزه پولیسو قوماندان مزار له خپلو سرتېرو سره د امنیتي ځواکونو مرستې ته ودانګل درخان سیمې ته نېږدې پرې د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.
نوموړی وايي، په دغه چاودنه کې قوماندان مزار چې په خاش ولسوالۍ کې د سیمه ییزه پولیسو قوماندان و له ۹ پولیسو سره وژل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:بدخشان