۰

د ملګرو ملتونو د راپور پر سر د هند او پاکستان ناندریو ته د افغان حکومت غبرګون

شنبی ۱۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۰
د ملګرو ملتونو د وروستي راپور پر سر چې په کې یې پاکستان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی د هند او پاکستان تر منځ لانجې رامنځ ته شوې، او پاکستان نېغ پر افغانستان او هند تور پورې کړی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور پر سر د هند او پاکستان ناندریو ته د افغان حکومت غبرګون
د ملګرو ملتونو د وروستي راپور پر سر چې په کې یې پاکستان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی د هند او پاکستان تر منځ لانجې رامنځ ته شوې، او پاکستان نېغ پر افغانستان او هند تور پورې کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو تېره اوونۍ (دوشنبې ۱۲مه) یو راپور خپور کړ او په کې ویلي یې و، چې طالبان، القاعده او نورې ترهګرې ډلې لا هم په پاکستان کې خوندي ځایونه لري.

په ورته وخت کې ویون انګلسي ویبپاڼې د ملګرو ملتونو د تازه راپور پر اساس ویلي، افغانستان کې د طالبانو تر چتر لاندې ۶ نیم زره پاکستاني جنګیالي فعالیت لري، چې۱۰۰۰ تنه یې په جیش محمد  او لشکر طیبه وسله والو ډلو پورې چې  پاکستان کې مېشتې دي تړاو لري.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې جیش محمد او لشکر طیبه هم د القاعده په شان طالبانو سره همکاري کوي او افغانستان ته د بهرنیو وسله والو په لېږدولو کې مهم رول لري.

راپور زیاته کړې وه،چې دغه ترهګر بیا په افغانستان کې د طالبانو د روزنې، ټریننګ، د چاودېدونکو موادو د متخصصینو په توګه کار کوي.

دغه آژانس زیاته کړې وه، لشکر طیبه او جیش محمد د افغانستان په مهمندره، دوربابا او شیرزادو کې اډې لري او په کونړ کې هم لشکر طیبې د ۲۲۰ وسله والو یو کمپ اجولی دی او  ۳۰ تنه یې تل د طالبانو په لیکو کې ګرځي.

ویون ویبپاڼې ویلي وو، هغه پاکستانیان چې افغانستان کې د ترهګرو ډلو په چوکاټ کې جنګيږي، شمیر یې ۶ نیم زرو ته رسېږي، چې نه یوازې وسله وال بریدونه کوي، بلکې د نشه يي توکو په قاچاق کې هم ښکېل دي.

په راپور کې دا هم ویل شوي وو، چې دغه پاکستاني جنیګالي پر دې سربېره کانونه په غیر رسمي ډول استخراجوي او کراچۍ ته یې د تصفیې لپاره لېږدي، چې هلته بیا د پاکستاني محصولاتو په نوم پلورل کېږي.

د دې خبرې په تایید د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند انوراګ شريواستو تېره سې شنبه رسنیو سره خبرو کې ویلي  دي، چې پاکستان رښتیا هم د نړیوالې ترهګرۍ مرکز دی.‌

هغه ټينګار کړی وو، چې ترهګرې ډلې په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري او افغانستان ته وسلوال لېږي، چې نړیواله ټولنه باید په دې اړه له پاکستانه پوښتنه وکړي او پر دې هېواد د بندیزونو پر لګولو غور وکړي.‌

خو پاکستان د هند د بهرنیو چارو وزارت په غبرګون کې تور پورې کړ چې په اصل کې هند په افغانستان کې د پاکستان پر ضد وسلوالو سره مرسته کوي.‌

د پاکستان حکومت په اعلامیه کې ادعا کړې، چې د ملګرو ملتونو رپوټ د پاکستان د دې دریځ ملاتړ کوي چې پاکستاني طالبانو د افغانستان له خاورې او د هند په مرسته د پاکستان پر ضد فعالیتونه کوي.‌

پاکستان دا هم ویلي، چې هندي جنګیالي په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې سره یو ځای شوي‌ دي او هند د افغان سولې بهیر ګډوډول غواړي،‌ خو پاکستان نړیواله ټولنه له دې ګواښه خبره کړې ده.‌

د پاکستان د دغه ادعا او تور په غبرګون کې، چې پاکستاني طالبان د هند په مرسته افغان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي، افغان حکومت ویلي، د ترهګرو ملاتړ د دوی پالیسي نه ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه ماښام په یوه اعلامیه کې د پاکستان دا ادعا په کلکه رد کړې ویلي، یې دي تحریک طالبان پاکستان د افغانستان د ملي‌ امنیت پالیسۍ له مخې یوه ترهګره ډله ده او لاسونه یې د افغانانو په وینو ککړ دي.

اعلامیه زیاتوي چې، پاکستاني طالبان او ملاتړې ډلې یې له پیله د افغان حکومت او خلکو پر ضد جنګېږي او ګڼ‌ مشران او غړي یې افغانستان کې د جګړې په ډګر کې وژل شوي‌ او یا هم نیول شوي دي.‌

افغان حکومت ویلي،‌ افغانستان کې د پاکستاني‌ طالبانو د مشرانو وژنه او همدا راز د افغان حکومت لخوا د تحریک طالبان پاکستان، لشکر طیبه، د ختیځ ترکستان اسلامي‌ غورځنګ، د ازبکستان اسلامي‌ خوځښت او داعش خراسان ډلې سلګونو جنګیالیو نیول کېدل د ترهګرۍ پر ضد د افغانستان هوډ ثابتوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې هېڅ‌ ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد پر ضد وکاروي او د سیمې پر هېوادونو یې هم غږ کړی چې د افغان سولې په بهیر کې مرسته وکړي‌ او رغنده رول پکې ولوبوي.‌

په خبرپاڼه کې ویل شوي په افغانستان کې تلپاتې سوله به په دې مانا وي‌ چې ترهګرې ډلې به ونشي‌ کړای چې په سیمه کې له جنایي ډلو،‌ د نشه یې توکو کاروباریانو او انساني قاچاقبرو سره اړیکې ټینګې کړي‌ او سیمې ته ګواښ پېښ کړي.‌

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي