د امریکا د مشرانو جرګې یا سنا رییس مشر میچ مکنل وايي، امریکايي ځواکونه باید تر ډېره افغانستان کې پاتې شي او امریکا باید د عراق او سوریې کانې په افغانستان کې تکرار نه کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سنا جرګې د اکثریت جمهوريپال ګوند مشر زیاته کړې، چې امریکايي پوځیان باید له ترهګرۍ سره د مبارزې په خاطر په افغانستان کې پاتې شي.
نوموړي د یادې جرګې د وړمې ورځې ناستې ته ویلي پکار ده، چې امریکا په افغانستان کې د کافي وخت لپاره پاتې شي، تر چې د داعش، القاعده او حقاني شبکې د جګړه مارو پر ضد خپل ستراتېژيک قدرت وساتي.
هغه ویلي«موږ په افغانستان کې باید په دې خاطر هم واوسو چې د عراق او سوریې کانې تکرار نه شي.»
د سناجرګې د اکثریت ډلې مشر د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر موافقې ته په اشارې زیاته کړې، چې په طالبانو باور نه شي کېدای چې له القاعده او نورو تروریستي ډلو سره به اړیکې پرې کړي.
د نوموړي په باور امریکا باید د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړي چې که طالبانو د قطر د موافقې سرغړونه وکړه، د افغانستان دولت دې ډلې ته سزا ورکړای شي.
جمهورخبري آژانس:کابل