۰
لیندسي ګراهام:

تېروتنې باید پای ته ورسوو او له افغانستان خپل ځواکونه وباسو

پنجشنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۲۵
امریکایي مخکښ سناتور لیندسي ګراهام، وايي، یوازې د القاعده شبکې د ځپلو لپاره پر افغانستان برید تېروتنه وه، چې نور باید دا تېروتنې پای ته ورسوو او خپل ځواکونه له دغه هېواد څخه وباسي.
تېروتنې باید پای ته ورسوو او له افغانستان خپل ځواکونه وباسو
امریکایي مخکښ سناتور لیندسي ګراهام، وايي، یوازې د القاعده شبکې د ځپلو لپاره پر افغانستان برید تېروتنه وه، چې نور باید دا تېروتنې پای ته ورسوو او خپل ځواکونه له دغه هېواد څخه وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سناتور ګراهام دغه څرګندونې د افغانستان د وضعیت، سولې، روانې جګړې او سرتېرو د ایستلو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ته په تازه لېږلي لیک کې کړې دي.

دغه امریکايي سناتور په دې لیک کې ویلي، چې امریکایي ځواکونه باید له افغانستان و ایستل شي ځکه پوره ۱۹ کاله جګړه په دغه هېواد کې یوه تېروتنه وه.

دی وايي، پر طالبانو او افغانستان یوازې د دې لپاره برید چې دوی د القاعده شبکې مشران ساتلي یوه تېروتنه وه او نور امریکایي سرتېري باید له افغانستان و ایستل شي.

ګراهام دا هم زیاته کړې، چې امریکایي چارواکي دې له طالبانو سره له شوې هوکړې ځان ډاډه کړي او دغه هوکړه باید په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه ختم کړي چې بیا ځلې امریکا او د امریکا متحدینو ته له دې هېواد ګواښ متوجه نه شي.

یاد امریکايي سناتور د سرتېرو پر ایستلو ټینګار کړی دی او د دې غوښتونکی دی چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور او درانه لګښتونه پای ته ورسول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي