۰

امریکا، روسیې، چین او پاکستان پر افغانستان خبرې کړې دي

پنجشنبه ۱۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۴
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، مسکو، واشنګټن، بېجنګ او اسلام آباد د افغانستان په اړه سلا مشورې کړې دي.
امریکا، روسیې، چین او پاکستان پر افغانستان خبرې کړې دي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف وايي، مسکو، واشنګټن، بېجنګ او اسلام آباد د افغانستان په اړه سلا مشورې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف ویلي، دغه سلا مشورې پرون چهارشنبې د غبرګولي ۱۴ مه د ویډیويي کنفرانس له لارې شوې دي.

دی وايي، په دغه کنفرانس کې څلور واړه هېوادونو موافقه وکړه، چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې او بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره به تر وسه هڅه کوي.

هغه ویلي«د دغو خبرو اصلي پایله دا وه چې ټول په ګډه هڅه وکړ، چې د کابل او طالبانو ترمنځ د جګړې اسیران تبادله شي او د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.»

ضمیر کابلوف ویلي، که څه هم د بندیانو د تبادلۍ لړۍ روانه ده، خو په وینا یې دغه لړۍ ورو ده او پکار دغه چې دواړه لوري چټک ګامونه پورته کړي.

د یادونې ده په دغه کنفرانس کې د چین، روسیې، امریکا ځانګړو استازو او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال ګډون کړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي