۰
امرالله صالح:

د ډاکتر ایاز نیازي وژنه کې طالبان لاس لري

چهارشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۰
د ډاکتر ایاز نیازي وژنه کې طالبان لاس لري
د افغان ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، د افغانستان د یوه مشهور او خوله ور دیني عالم ډاکتر محمد ایاز نیازي په وژنه کې وسله وال طالبان لاس لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دیني عالم مولوي ایاز نیازی پرون سه شنبې د غبرګولي ۱۳ مه ماښام له لمانځه وروسته د وزیر اکبرخان جامعې جومات په انګړ کې په یوه چاودنه کې شهید شو.

که څه هم تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی، خو طالبانو نه یوازې په کې لاس لرل رد کړی، بلکې دا برید یې غندلی او جنایت یې بللی دی.

خو د ولسشمر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، دا کار د طالبانو دی او دغه ډله د دوه جملو په لیکولو ځان د ده په خبره له دا ډول جنایتونو نه شي سپینولی.

ښاغلي صالح په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي«طالبان د دوو جملو په لیکلو د ده په خبره له دې جنایت او ترهګرۍ ځان ته برائت نه شي ورکولای.»

هغه زیاته کړه چې طالبان د هغو دیني عالمانو، قومي شخصیتونو، سیاستوالو او علمي څېرو په ترور کې لاس لري چې له پاکستان بهر یې زده کړې کړي دي.

امرالله صالح لیکلي که دا برید طالبانو هم نه وي کړی خو د ده په خبره همدې ډله پر جوماتونو د بریدونو بنسټ کېښود.

نوموړی ویلي، طالب او داعش هېڅ فرق سره نه لري خو په وینا یې دا د افغانانو کار دی، چې  جنایت کاره پیدا کړي، چې په وینا يې پیدا به یې هم کړي او د عدالت منګولو ته یې وسپاري.

طالبانو د افغانستان د مرستیال ولسمشر امرالله صالح د تازه څرګندونو په اړه څه غبرګون نه دی ښوولی خو بیګاه یې ویلي و چې دوی پر ایاز نیازي برید غندي او لوی جنایت یې بولي.

د یادونې ده، چې مولوي محمد ایاز نیازي په اسلامي علومو کې په مصر کې د کتورا تر کچې زده کړې درلودې او له کلونو راهیسې د وزیر محمد اکبر خان د جامع جومات خطیب و.

هغه د کابل پوهنتون استاد او د ټولنې په بېلابېلو اقشارو کې پېژندل شوې څېره ګڼل کېده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي