۰

د افغانستان یو مشهور دیني عالم ډاکتر ایاز نیازي په چاودنه کې شهید شو

چهارشنبه ۱۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۲
د افغانستان یو مشهور دیني عالم او د وزیر اکبر خان جامع جومات خطیب ډاکتر محمد ایاز نیازی په یوه چاودنه کې شهید شو.
د افغانستان یو مشهور دیني عالم ډاکتر ایاز نیازي په چاودنه کې شهید شو
د افغانستان یو مشهور دیني عالم او د وزیر اکبر خان جامع جومات خطیب ډاکتر محمد ایاز نیازی په یوه چاودنه کې شهید شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون سه شنبې د غبرګولي ۱۳ مه د ماښام  له لمانځ وروسته د وزیر اکبرخان جومات د ننه رامنځ ته شوې ده.

ځینې راپورونه وايي، ځانمرګی برید کوونکی دغه جومات ته د ننه شوی و او چاودنه یې کړې، خو د کورنیو چارو وزارت وايي، چاوېدونکي توکي د جومات د ننه ځای پر ځای شوی و.

د کورنیو چارو وزارت ویاند  طارق ارین وايي،  په دغه ترهګریز برید کې ډاکترمحمد ایاز  نیازی او یو بل لمونځ کوونکی شهیدان شوي او دوه تنه نور ټپيان  شوي دي.

د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی خو طالبانو دا برید په کلکه غندلی او دا یې یو جنایت بللی دی.

ولسمشر غني په یوه خبرپاڼه کې دا برید په کلکه غندلی وايي،  پر جوماتونو، تکایاوو، روغتونونو، ملکي وګړو او عامه تاسیساتو د تروریستي بریدونو کول بشري ضد جنایت دی.

ډاکتر محمدایاز نیازي په مصر کې د دوکتورا تر کچې دینې زده کړې کړې وې او یو معتدل او خوله ور دیني عالم ګڼل کېده.

د یادونې ده، چې تر ډاکتر ایاز وړاندې هم لسګونه دیني عالمان په ورته چاودنو او بریدونو کې وژل شوي دي، خو تر اوسه یې په  ښکاره چا د وژلو مسوولیت نه دی منلی او نه یې هم قاتلین معلوم شوي.

تر مرحوم ایاز نیازی وړاندې یو بل خوله ور او مهشور دیني عالم مولوي ریحان هم په ورته چاودنه کې شهید شو او تر هغې وړاندې بیا د کابل د علماو شورا رییس مولوی حقاني په یوه غلچکي برید کې شهید شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي