د ملګرو ملتونو په تازه خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې له امریکا سره د طالبانو د تړون په ضد په طالبانو کې یوه نوې ډله جوړه شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه راپور چې د می په ۲۹ مه خپور او پرون دوشنبې د جون اوله یا غبرګولي ۱۲ مه مطبوعاتو ته راوتلی راغلي، چې چې د طالبانو په منځ کې د سولې او له امریکا سره د تړون په اړه مختلف نظرونه موجود دي او داسې نه ښکاري چې دا تړون دې کامیاب شي.
په راپور کې ویل شوي، چې د طالبانو په منځ کې د (حزب ولایت) په نامه یوه نوې ډله جوړه شوې چې د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د لاسلیک شوي تړون خلاف ده.
راپور وايي ځینو نورو طالب جنګیالیو هم د دغه تړون خلاف خپله لاره بیله کړې ده او له دې پلوه د طالب مشرانو په منځ کې اختلافات پیدا شوي دي.
دغه راز په راپور کې دا هم ویل شوي، چې په قطر کې د طالبانو مشرانو هم له امریکا سره د تړون ټول جزیات خپلو جنګیالیو ته نه دي خپاره کړي.
د طالبانو ترمنځ د اختلاف خبره څه موده مخکې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم کړې وه، او ویلي یې وو، چې د طالبانو په مشرانو کې هم د نظر اختلاف شته چې امریکا له افغانستان څخه ووځي که نه.
د امریکا ولسمشر زیاته کړې وه، چې د طالبانو مشران په افغانستان کې د امریکا په موجودیت کې خپله ګټه کوي.
د یادونې ده، چې تازه فارن پالیسي هم د ځینو سرچینو له قوله ویلي، چې د طالبانو په مشرتابه کې اختلاف رامنځ ته شوی او اوس ټولې چارې د ملا محمد عمر د زوی ملا یعقوب په لاس کې دي.
دغه نشریې د نوم نه ښودلو په شرط د ځینو طالب سرچینو له قوله دا هم ویلي و، چې د دوی مشر ملا هبت الله په کرونا اخته و او مړ شوی دی.
خو د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل بیا ویلي دي، چې پاکستان د خپلو موخو لپاره د طالبانو په مشرتابه کې ژور اختلافات رامنځ ته کړي او هڅه کوي، د ملایعقوب پر مټ په افغانستان کې جګړې ته دوام ورکړي.
خو وسله والو طالبانو په خپل مشرتابه کې د اختلاف او کرونا ویروس د خورېدو راپورونه په کلکه رد کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل