۰

د روسیې مرسته شوي روغتیایي توکي کابل ته را ورسېدل

سی شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۳۷
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې له لوري د بشردوستانه روغتیایي مرستې د رارسېدو خبر ورکړی دی.
د روسیې مرسته شوي روغتیایي توکي کابل ته را ورسېدل
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روسیې له لوري د بشردوستانه روغتیایي مرستې د رارسېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې  ویلي، دغه  مرستې  نن سه شنبې د غبرګولي ۱۳ مه سهار افغانستان ته رارسېدلې دي.

خبرپاڼه وايي، دا مرستې، د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معین میرویس ناب او په کابل کې د روسیې سفیر دیمتري ژرنوف په حضور کې، د افغانستان روغتیا وزارت ته سپارل شوې دي.

سرچینه زیاتوي، میرویس ناب په روانو سختو شرایطو کې د روسیې هېواد د مرستو مننه کړې او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د همکاریو پر لا پراختیا ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې د روسیې سفیر هم په خپلو خبرو کې له افغانستان سره د خپل هیواد د مرستو او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

د یادونې ده، چې د کرونا  ویروس سره د مبارزې په خاطر تر دې دوه  ورځې وړاندې د ایران طبي مرستې هم افغانستان ته رارسېدلې وې.

تر اوسه پورې، چین، متحده عربي اماراتو، هند، ازبکستان او روسیې له افغانستان سره د کرونا  ویروس د مخنیوي په برخه کې طبي مرستې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي