ولسمشر غني، مرستیالانو یې او د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبد الله عبدالله د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، په دې ویډيويي کنفرانس کې زلمي خلیلزاد، په کابل کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان او د امریکا د سفارت شارژادافیر هم ګډون کړی و.
د ارګ خبرپاڼه وايي، دواړو لورو د سولې پر راتلونکو اقداماتو، د مذاکراتو پر ځای ځایګي، د جګړې پر اوسني وضعیت او د تاوتریخوالي د کمولو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.
سرچینه زیاتوي، مایک پمپیو و ویل، چې یوازینۍ موخه یې افغانستان ته دایمي ثبات راوستل، دیموکراتیک او پیاوړی حکومت رامنځ ته کول او د امریکا او افغانستان ترمنځ د پیاوړو اړیکو جوړول دي.
د هغه په وینا امریکا هڅه کوي چې د افغانستان د سولې روانې چارې اوږده جګړه ختمه کړي.
ارګ وایي چې دغه کنفرانسونه به دوام کوي او په راتلونکې غونډه کې به د سولې او اوربند په اړه خبرې کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل