د بندیانو د خلاصون په لړۍ کې هغه افغان پولیس هم خوشی شو، چې د قرانکریم د بې حرمتۍ له امله یې دوه امریکايي سرتېري وژلي وو.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پولیس عبدالصبور نومېږي او څو ورځې وړاندې د اسلامي حزب د یو شمېر بندیانو په ډله کې خوشی شوی دي.
عبدالصبور په ۲۰۱۲ م کال هغه مهال په امریکايي پوځیانو برید وکړ، چې ویل کېدل، امریکایي پوځیانو په بګرام محبس کې قرانکریم ته بې حرمتي کړې وه.
د امریکا په پوځ پورې د اړوندې ورځپاڼې سټارز انډ سټرایپس په راپور کې ویل شوي، عبدالصبور د دوو امریکايي پوځیانو له وژلو وروسته وتښتېد خو ۴ کاله وروسته په ۲۰۱۶ م کال په پروان ولایت کې په خپل کور کې ونیول شو.
تر نیولو وروسته عبدالصبور د محاکمې په لړ کې د دوو امریکايي پوځیانو پر وژلو اعتراف وکړ او ویې ویل چې له دې کاره پېښمان نه دی.
د یادونې ده، چې عبدالصبور په محکمه کې په ۲۰ کاله بند محکوم شوی و.
جمهورخبري آژانس:کابل