۰
ملګري ملتونه:

طالبانو اوس هم القاعده سره اړیکې لري، دغه شبکه افغانستان کې کابو ۶ سوه مرکزونه لري

سی شنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۱۰
ملګرو ملتونو په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې طالبانو سره امریکا سره د کړې هوکړې سره سره د القاعده شبکې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړې او دوام یې ورکړی.
طالبانو اوس هم القاعده سره اړیکې لري، دغه شبکه افغانستان کې کابو ۶ سوه مرکزونه لري
ملګرو ملتونو په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، چې طالبانو سره امریکا سره د کړې هوکړې سره سره د القاعده شبکې  سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړې او دوام یې  ورکړی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا راپور د ملګروملتو د متخصصانو د هغو څېړنو په نتیجه کې چمتو شوی چې هغوی د ملګروملتو د غړیو هېوادونو له استخباراتي او امنیتي چارواکو، د څېړنیزو مرکزونو له شناندو او د سیمې د هېوادونو له چارواکو سره د مرکو په ترڅ کې ترلاسه کړي دي.

راپور کې چې پرون دوشنبې د غبرګولي ۱۲ مه خپرو شوی راغلي، القاعده شبکه لا هم په افغانستان کې له ۴ تر ۶ سوه پورې روزنیز کمپونه لري او طالبان ورسره اړیکه کې دي.

په راپور کې ویل شوي، طالبانو د ټرمپ له حکومت سره له دوه مخې لوبې کار اخیستی دی، له امریکا سره د ۱۶ میاشتنیو خبرواترو په لړ کې یې د القاعده له مشرانو سره سلامشورې کړي او د دې شبکې د مشر ایمن الظواهري په شمول یې د القاعده مشرانو ته ډاډ ورکړی چې طالبان به ورسره تاریخي اړیکې پالي.

د ملګروملتو د راپور لیکوال په دې اړه بدبیني ښکاره کړې چې طالبان به د القاعده او نورو تروریستي ډلو پر ضد د مبارزې او له افغان مشرانو سره دایمي اوربند ته د رسېدو په شمول د سولې پر موافقه ودرېږي.

امنیت شورا ته د ملګروملتو په دې کالني راپور کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په موافقه کې ژمنو ته په اشارې ویل شوي ،لومړنۍ نښې ښيي چې که ټول نه وي نو اکثره ټاکل شوي هدفونه به له ستونزو سره مخامخ وي.

خو  طالبانو بیا دا راپور رد کړی او د دغه ډلې د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، په افغانستانکې د هېڅ ترهګرې ډلې  کمپونه نشته دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي