راپورونه وايي، د کاپیسا د ترافیکو آمر سید منیر د ناپېژانده وسله والو په یوه برید کې وژل شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه زیاتوي، چې سید منیر نن (دوشنبې د غبرګولي ۱۲مه) سهار غوښتل له خپله کوره دفتر ته لاړ شي چې د ناپېژانده وسله والو له برید سره مخ شوی دی.
ویل کېږي، په پېښه کې نوموړی وژل شوی خو د برید مسوولیت چا نه دی منلی.
بلخوا بیا د همدې پېښې په تړاو د کاپیسا ګڼو اوسېدونکو لاریون کړی وايي، حکومت دې د پېښې عاملین ونیسي او په اړه یې هر اړخیزه پلټنه وکړي.
جمهورخبري آژانس:کاپیسا