۰

حکومت او طالبانو یو د بل نږدې اته سوه زندانیان ازاد کړي

یکشنبه ۱۱ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۷
د ملي امنیت شورا وايي، له څرخي پله او په هېواد کې له نورو زندانونو تازه د طالبانو نږدې ۷۱۰ کسه بندیان خوشي کړي دي.
حکومت او طالبانو یو د بل نږدې اته سوه زندانیان ازاد کړي
د ملي امنیت شورا وايي، له څرخي پله او په هېواد کې له نورو زندانونو تازه  د طالبانو نږدې ۷۱۰ کسه بندیان خوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملي امنیت شورا زیاته کړې، چې دغه بندیان پرون خوشي شوي او دا لړۍ به نن هم دوام ولري.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وایي، د ولسمشر د حکم د تطبیق او دوه زره طالب زندانیانو د خوشي کولو لپاره به دغه لړۍ روانه وي.

نوموړی زیاتوي، چې ۷۱۰ زندانیان یې ازاد کړي دي او په راتلونکو ورځو کې به دغه شمېره تر دوه زرو پورې رسوي.

بلخوا طالبانو هم په بلخ، کندز، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې د افغان حکومت ۷۳ بندیان خوشي کړي.

افغان حکومت وايي د زندانیانو له خوشي کولو یې موخه دا ده چې د سولې پروسې لپاره شته خنډونه له منځه لاړ شي او په دې توګه روانه جګړه پای ومومي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي