۰
ډاکترعبدالله:

د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالبانو د غړو نومونه ایستلو مخالف نه یو

شنبی ۱۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۶
د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د طالبانو د غړو نومونه ایستل د توافقنامې یوه برخه ده او په عملي کېدلو کې یې دوی کومه نیوکه نه لري.
د ملګرو ملتونو له تور لېسته د طالبانو د غړو نومونه ایستلو مخالف نه یو
د افغانستان د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د طالبانو د غړو نومونه ایستل د توافقنامې یوه برخه ده او په عملي کېدلو کې یې دوی کومه نیوکه نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن شنبې د غبرګولي ۱۰ مه کابل کې د خبري ناستې پر مهال و ویل،  هغه وخت چې د امریکا او طالبانو هوکړه کېده، د ملګرو ملتونو امنیت شورا اصلي او مؤقتي غړو له تور لېسته د طالب مشرانو ایستلو په برخه کې کومه ملاحظه نه درلوده.

نوموړي و ویل،  چې امنیت شورا خپل ځانګړی پروسیجر لري او دا کار وخت نیسي، خو که سوله راځي، دا کار باید ضرور وشي، ځکه هغه څوک چې سوله غواړي نومونه یې باید په تور لست کې نه وي.

بل خوا ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې د ولسمشر غني له لوري اعلان شوی مذاکراتي ټیم به له طالبانو سره خبرې کوې او یاد ټیم هره شېبه د خبرو  پيل ته تیار دی.

 خو په وینا یې، فضاء باید داسې جوړه شي، چې د مذاکراتو له پيل سره مرسته وکړي او افغانستان تل پاتې سولې او ثبات ته لاړ شي.

دی و ايي، د اختر په مناسبت حکومت او طالبانو اوربند او تر هغه وروسته د اورکم دوام د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په برخه کې یو غوره فرصت دی.

نوموړي د سولې په پروسه کې د نړیوالې ټولنې له مرستو هرکلی وکړ او ویې ویل، د افغانستان سوله د سیمې د هیوادونو او خلګو په ګټه ده او په دې هیواد کې ثبات د سیمې د خلګو ژوند ته وده ورکولای شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي