افغانستان کې د کرونا ویروس د لګېدو راهیسې تر ټولو ډېرې ۸۶۶ پېښې نن ثبت شوې، چې په دې سره په یاده ناورغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۱۴ زرو واوښت.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت نن شنبې د غبرګولي ۱۰ مه ویلي، په تېرو ۲۴ ساغتونو کې د کرونا ۱۴۲۵ شکمنې پېښې څېړل شوې، چې ۸۶۶ یې مثبتې وې.
د وزارت د معلوماتو پر اساس په نویو تازه ثبت شویو پېښو کې بیا هم کابل او هرات په سر کې دي.
د عامې روغتیا وزارت د شمېر له مخې کابل کې۴۱۱، هرات کې ۱۷۷، بلخ کې ۳۹ ، ننګرهار کې ۳۵، تخار کې ۲۹، پکتیا کې ۲۸، پروان کې ۲۷، بادغیس کې ۲۶، بغلان او لوګر کې ۱۹ – ۱۹ ، کندوزکې ۱۶، کاپیسا کې ۱۵، غزني کې ۱۰، پنجشېر کې ۵، بدخشان او کنړ کې څلور څلور، وردګو کې ۳ او فاریاب کې دوه پېښې ثبت شوې دي.
یاد وزارت وايي، د تازه پېښو په ثبت سره په هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۴۵۲۵ تنو ته ورسېده، چې ۱۳۰۳ تنه بېرته ترې روغ شوي او ۲۴۹ تنه مړه شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل