۰
د اقتصاد وزیر:

د کرونا له امله به اقتصادي وده درې سلنه را ښکته شي

شنبی ۱۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۸
د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وایي، سږ کال به په هېواد کې د کرونا وبا د خپرېدو له امله اقتصادي وده درې سلنه راښکته شي.
د کرونا له امله به اقتصادي وده درې سلنه را ښکته شي
د اقتصاد وزیر مصطفی مستور وایي، سږ کال به په هېواد کې د کرونا وبا د خپرېدو له امله اقتصادي وده درې سلنه راښکته شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي دغه څرګندونې  په ترکمنستان هېواد کې پر اقتصادي وده د کرونا وبا د منفي اغېزو تر نامه لاندې یوه ویډیويي کنفرانس ته کړې دي.

ښاغلي مستور ویلي، په افغانستان کې د بې کارۍ کچې لوړېدل، بې وزلي او د کرونا وبا خپرېدو له امله به سږ کال اقتصادي وده درې سلنه راښکته شي.

په ورته وخت د دې کنفرانس د کډونوالو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، کرونا وبا د نړۍ ډیری بې وزله هېوادونه له سخت اقتصادي بحران سره مخ کړي او بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې د اقتصاد وزارت د معلومات له مخې، د افغانستان ۵۲ سلنه وګړي له ناسم اقتصادي وضعیت سره مخ دي او شاوخوا ۱۴ میلیونه کسان کافي خوړو ته لاس رسی نه لري.

جمهوخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي