۰

پاکستان د افغان سوداګرو پر مخ ګوادر بندر پرانست

شنبی ۱۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۳۴
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت وایي، له افغانستان سره د اپټا سوداګریز تړون له مخې د ګوادر په بندر باندې افغانستان هم سوداګري کولی شي.
پاکستان د افغان سوداګرو پر مخ ګوادر بندر پرانست
د پاکستان د سوداګرۍ وزارت وایي، له افغانستان سره د اپټا سوداګریز تړون له مخې د ګوادر په بندر باندې افغانستان هم سوداګري کولی شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په سوداګریزو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړی سلاکار عبدالرزاق داوود ویلي، دغه بندر پرون جمعه د غبرګولي ۹ مه بېرته د سوداګرو پر مخ پرانستل شو.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان له دې وروسته کولی شي چې په ګوادر بندر باندې د سوداګریزو مالونو راکړه ورکړه وکړي.

د هغه په وینا دغه بندر ته له ۱۶ زره ټنه کیمیاوي سرې څخه ډکه بېړۍ رسېدلې او دا به افغانستان ته ورسول شي چې ورسره به افغانستان ته له دغه بندر څخه د سوداګرۍ نوی باب پرانیستل شي.

عبدالرزاق داوود پر خپل ټویټر لیکلي، چې له دې بندر څخه به افغانستان ته د کیمیاوي سرې سربېره د غنمو او بورې صادرات هم پيل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي