افغان حکومت له حزب اسلامي سره د سولې د کړې هوکړې پر بنسټ د دغه ګوند ۱۶۴ زندانیان له څرخي پله او بګرام زندانو ورخوشي کړل.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سولې هوکړې د تطبیق کمېسیون مشر او په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاالحق امرخېل وايي، دغه زندانیان پرون جمعه د غبرګولي ۹ مه خوشي شول.
نوموړي زیاته کړه، چې یاد شمېر بندیان د ولسمشرغني او ملي امنیت شورا د سلاکار حمدالله محب په هلو ځلو خوشې شوي دي.
امرخېل وايي، له هوکړې سره سم به د حزب اسلامي نور پاتې بندیان هم په راتلونکو څو اونیو کې خوشي کړی شي.
حزب اسلامي هم د خپلو بندیانو د خوشي کېدو هرکلی کړی وايي، نږدې ورځو کې ورته ژمنه ورکړل شوې ده چې ۴۲۵ بندیان یې راخوشې شي.
یاد ګوند وايي، دوی د سولې د هوکړې سره سم حکومت ته د خپلو ۲۵۰۰ زندانیانو لېست ورکړی او تمه ده، چې ټول راخوشي شي.
جمهورخبري آژانس:کابل