۰
ناټو:

د افغان ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته ادامه ورکوو

جمعه ۹ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۷:۲۱
ناټو او یو شمېر نورو نړیوالو مرستندویه سازمانونو له افغانستان سره په راتلونکي کې د مشورو ترڅنګ د افغان ځواکونو د روزنې او مالي تمویل باندې ټینګار وکړ.
د افغان ځواکونو روزنې او مالي ملاتړ ته ادامه ورکوو
ناټو او یو شمېر نورو نړیوالو مرستندویه سازمانونو له افغانستان سره په راتلونکي کې د مشورو ترڅنګ د افغان ځواکونو د روزنې او مالي تمویل باندې ټینګار وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بروکسل کې د ناټو سازمان له مقر نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، د ناټو مرستیال سرمنشي میرسیا جیوانا پرون له افغانستان سره د مرستندویه هېوادونو له استازو سره په یوه ویډیو کنفرانس کې ګډون کړی و.

خبرپاڼه کې راغلي، د دغه کنفرانس مشري د سویلي اسیا سیمې لپاره د نړیوال بانک مرستیال کوله.

سرچینه زیاتوي، د دغه کنفرانس ګډونوالو له افغانستان سره د مرستو د څرنګوالي په اړه په تفصیل سره خبرې اترې وکړې.

د ناټو مرستیال سرمنشي د کنفرانس ګډونوالو ته په خپله وینا کې له افغانستان سره د مرستو پر اهمیت او په دې برخه کې له نږدې څخه پر سلا مشورو ټینګار وکړ او ویې ویل چې نړیواله ټولنه باید په دې برخه کې له نږدې څخه په ګډه کار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي