۰

طالبانو په پکتیا کې ۱۳ سرحدي سرتيري وژلي دی

جمعه ۹ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۹
ملي دفاع وزارت تاییدوی، چې پکتیا ولایت کې طالبانو د سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او ۱۷ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
طالبانو په پکتیا کې ۱۳ سرحدي سرتيري وژلي دی
ملي دفاع وزارت تاییدوی، چې پکتیا ولایت کې طالبانو د سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او ۱۷ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو تېره شپه د پکتیا ولایت په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.

د ملي دفاع وزارت وايي، د طالبانو په برید کې ۱۴ سرحدي سرتېري وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزرات مرستیال ویاند فواد امان پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې  د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي او درنه مرګ ژوبله ورته اوښتې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي