۰

افغانستان: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۶۲۳ پېښې ثبت شوې

جمعه ۹ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۲۳
د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کرونا د تازه پېښو په ثبت سره پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۳ زره او ۶۰۰ تنو ته ورسېده.
افغانستان: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۶۲۳ پېښې  ثبت شوې
د عامې روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې د کرونا د تازه پېښو په ثبت سره پر دغه ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۱۳ زره او ۶۰۰ تنو ته ورسېده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت مسوولین زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۹۸۵ شکمنې پېښې څېړل شوې، چې له ډلې یې ۶۲۳ مثبتې وې.

چارواکي وايي، بیا هم کابل، هرات او ننګرهار هغه ولایتونه دي، چې تازه په کې د کرونا زیاتې پېښې ثبت شوې  دي.

د دوی په وینا کابل کې ۲۷۱، هرات کې ۱۷۹، ننګرهار کې ۶۷، بلخ کې ۲۳، لغمان کې ۱۳، پروان کې ۱۰، بامیان کې ۹،بغلان کې ۲، لوګر کې ۳، خوست کې ۱۸، پکتیا کې ۷، پکتیکا کې ۹، بدخشان کې ۱۰ او دایکنډي او کنړ کې یوه یوه پېښه ثبت شوې  دي.

 د کرونا په تازه ۶۲۳ ثبت شویو پېښو سره د افغانستان په ټولو ولایتونو کې په کرونا ویروس د اخته  کسانو شمېر ۱۳۶۰۰ تنو ته ورسېده.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین زیاتوی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا له امله ۱۱ تنه مړه شوي، چې ورسره د ټولو مړو شمېر ۲۴۶ تنو ته ورسېد، او ۵۰ روغ شوي وي، چې د ټولو روغو کسانو شمېر ۱۲۵۹ تنو ته ورسېده.

د یادونې ده، چې نړۍ کې تر اوسه په کرونا ویروس ۵ میلیونه، ۷۹۰ زره او ۱۰۳ تنه اخته شوي، چې له ډلې یې ۲ میلیونه، ۴۹۷ زره او ۶۱۸ تنه روغ شوي او ۳۵۷ زره او ۴۳۲ تنه مړه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي